کابل ښار کې پټې امنیتي کمرې نصبیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان دولت کابل ښار د ښه امن کولو لپاره ډير کوښښونه کوي ترڅو د خلکو رضایت ترلاسه کړي.
کابل زیات نا امنه او حالت له کابو کولو و وت چې وروسته افغان ولسمشر د کابل امنیتي چارې خپل لومړۍ مرستیال امرالله صالح ته وسپارلې له هغې ورځې د امرالله صالح ناکامې هڅې دوام لري ترڅو کابل امن کړي.
نوموړي اوس تازه ویلي، چې د کابل ښار د امن کولو لپاره د دې ښار په ګوټ ګوټ کې امنیتي کمرې لګول کیږي چې لګښت يې میلیونونه ډالر دی.
صالح په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي، دي چې ډېر ژر به ټول کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې وي ترڅو د امنیت په تامین کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، چې د مجرمینو د تعقیب او جرمونو له منځه وړلو لپاره د امنیتي کمرو نصبول یو اړین اقدام وو، چې دا چاره د نا امنیو او ناوړه کارونو د مخنیوي په برخه کې اغېزمنه مرسته وکړي.
امرالله صالح زیاته کړه، چې د کمرو په نصبولو شاوخوا سل میلیونه ډالر لګښت راځي چې نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې د تمویل ژمنه کړې ده.
تراوسه پوري د کابل ترڅنګ د افغانستان زیات شمېر ولایتونه نا امنه او د هدفي وژنو لړۍ ورته رسیدلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments