کابل ښار کې پرله پسې درې ماین چاودنې وشوې

comments 0

هندوکش ـ کابل: کابل کې درې ماین چاودنې شوې، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان کړي دي.
لومړی چاودنه نن شنبې سهار ۷:۵ د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند فیض محمد کاتب پر سړک د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.
د کابل پولیس وایي، په دغه چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دوهمه چاودنه هم نن سهار ۹:۵ دقیقې د دریمې امنیتي حوزې اړوند شهید څلور لاري کې د پولیسو په رنجر موټر وشوه.
په دغه چاودنه کې د پولیسو رنجبر کم تخریب شوې خو امنیتي ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی.
درېیمه چاودنه هم د ښار د اتمې حوزې اړند حضوري چمن په سیمه کې شوې ده، خو تر اوسه یې د زیان په اړه معلومات نشته.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.خو ولس دې دا ډول بریدونه پړا پر وسلوالو طالبانو وراچوي چې طالبانو د سولې خبرو سره هممهاله په هېواد کې جګرې ته زور ورکړي، طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي اوس یې د هدفي وژنو ماین چاودنو تکتیک غوره کړی تر څو د سولې خبرې له خنډه سره مخ کړي او د مذاکراتو پر مېز امتیاز تر لاسه کړي.
د یادونې ده، چې وسلوالو طالبانو کابو یوې میاشتې راهیسې نېږدې هره ورځ په کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنې او هدفي وژنې لړۍ پیل کړې ده چې هر ورځ دیني عالم، قومي مشر، مدني فعال او خبریالان په نښه کوي.
عبید رادپور

Comments