کابل ښار کې نامسووله وسله والو عامه نظم خراب کړی

comments 0

هندوکش – کابل: د شهید اوونۍ په پلمه ګرځيدونکي د جمعیت ګوند پلویانو کابل ښار کې ویره خوره کړې ده.
د احمد شا مسعود د اوه لسم تلین په مناسبت ښار کې خواره شوي خپل سري وسله وال نه یواځې دا چې شخصي وسلې له ځان سره لري بلکې هوايي ډزو یې کابل ښاریان ویرولي دي.
ښار کې ګرځیدونکو وسله والو په خپلو موټرونو د جمعیت ګوند بیرغونه او د هغوی د قوماندانانو عکسونه نښلولي چې د ښار نظم او امنیت یې ګډ وډ کړی دی.
کابل ښار کې موظف شوي د ملي امنیت ریاست، کابل ګارنیزیون او کورنیو چارو په سلګونو سرتیري د خپل سرو وسله والو په کابو کولو کې بې وسه دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments