کابل ښار کې له یوې احتمالي درنې چاودنې مخ نیوې وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان امنیتي ځواکو په ځانګړي عملیات کې له چاودیدونکو توکو ډک بار شوې لارۍ د نهمې حوزه اړوند په مکرویانو سیمه کې نیول شوې دې.
د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼې کې راغلي چې د دغه ریاست کارکوونکو د کابل ښار په ۹ ناحیې کې یو موتر، چې ۱۶۵۰۰ کیلو ګرام امونیم نایتریت په کې بارول نیولی دی.
خبرپانه زیاتوي چې؛ دغه چاودیدونکي توکي د دیورند فرضي کرښې له هغې غاړې د چرګانو له دانې څخه په بار شوي موتر کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوي وه، چې موخې ته له رسیدو مخکې په کابل ښار کې کشف او چاودیدونکي توکي یې له منځه یوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د امونیم نایتړیت دګ موترونه ننګرهار، فاریاب او ځیني ولایتونو کې نیول شوي وو.
پیښې په تړاو ۶ تنه نیول شوي دي چې ترڅیړنې لاندې دي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply