کابل ښاروالۍ ته د ولسمشر لارښوونه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر مسوولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د سیلابونو د مدیریت لپاره دې د کابل سیند دیوالونه قوي او دا سیند دې پاک کړي.
ولسمشر چې د کابینې غونډه کې خبرې کولې، له مسوولو ادارو مننه کړې چې د سیلابونو پرمهال یې زیانمنو ته رسیده‌ګي کړې.
ولسمشر د کابل ښاروالۍ ته دنده سپارلې چې د سیلابونو له کبله دې بې ځایه شویو کورنیو ته موقتي ځایونه برابر کړي.
له دې سره د اوبو او برښنا وزارت مالومات ښيي چې د سختو ورښتونو له کبله د کابل د اوبو سطحه ۱۲ متره لوړه شوې ده.
تر دې وړاندې انديښنې وې چې د کابل د اوبو سطحه ټیټه شوې او خلک به ستونزې سره مخ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments