کابل: ځانمرګی نیول شوی

comments 0

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، ملي امنیت کابل کې ځانمرګی بریدګر نیولی دی.
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار له پنځمې حوزې اړوند د عبدالحلیم په نوم یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې نیولی.
ملي امنیت وايي، بریدګر ته ترهګریزې زده کړې بلوچستان ایالات کې ورکړل شوې وې او غوښتل يې چې کابل ښار کې دولتي تاسیسات په نښه کړي.
دا له تېرې ورځې راهیسې دویم بریدګر دی چې په کابل کې نیول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments