کابل پرلت باندې د برید د ټپيانو وضعیت ښه دی

comments 0

33 Views

هندوکش – کابل: پر کابل پرلت د بیګاني برید له امله یو تن شهید شوی او دیارلس نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د مرګ ژوبلې پخلی کړی او د ټپیانو د روغتیا ډاډ یې ورکړی دی.
پیښه هغه مهال وشوه چې یو ماین د پرلت خیمې څنګ ته ځای پر ځای شوی و.
د کابل پرلت چې کابو لس ورځې وړاندې پیل شوی و ګڼو مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون درلود.
د پرلت موخه په لرې او برې پښتونخوا کې د روانې افغان وژنې پر ضد غږ پورته کول و.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments