کابل سیند ته استنادي دیوالونه جوړیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل سیند له پغمان تر تنګي غارو پورې باید پاک او استنادي دېوالونه دې هم جوړ شي.
تیره ورځ مازدیګر مهال ولسمشر محمد اشرف غني ټولګټو وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه، چې کابل ښار کې دې د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو پلونو جوړولو او بیا رغونې په اړه بیړنی اقدام وکړي.
دغه راز ولسمشر ویلي، د کمپنۍ پُل دې په عاجله توګه د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.
اشرف غني د کابل سیند د حریم پر تعیین، تثبیت او تصفیې او د یادې ساحې پر ډیزاین ټینګار کړی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې اړوند وزارتونه دې د همکارۍ خپلمنځي تفاهملیکونه لاسلیک کړي.
ولسمشر غني لارښوونه کړې چې د سېلاب ځپلو د لېږد او هغوی چې کورونه یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي، بېړنۍ مرستې دې ورسره وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments