کابل: د نوي کال نمانځلو ته چمتووالی نیول شوی

comments 0

112 Views

هندوکش – کابل: د کابل پولیس وایي، د نوروز د امنیت لپاره یې پوره چمتوالی نیولی چې خلک په ډاډه زړه خپلې میلې وکړي.
د کابل امنیه قومنداني وایي، پولیسو په شپاړوسو حوزو کې ګرځنده او دایمي چیک پاینټونه جوړ کړي٬ ترڅو په کابل ښار کې نوروز په ښه ډول ونمانځل شي.
امنیه قومندانۍ په ټولو هغو سیمو کې پولیس ګمارلي چې خلک میلو ته ورځي او د نورو ورځ پکې نمانځل کیږي.
قومندانۍ دغه راز په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د کچې د ټیټوالي خبر ورکړ.
پولیسو له کابل ښاریانو غوښتنه کړې چې په دې ورځو کې ورسره همکاري وکړي چې د هر ډول پېښو مخه ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments