کابل د درې اړخیزې ناستې کوربه و

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هند، چین او افغانستان ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه ناسته کابل کې وشوه.
ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي، هند، چین او افغانستان د ملکي او نظامي کارکوونکو پر روزنې، د کانونو په وېستنې، د انرژۍ په زیاتوالي جدي کار وکړي.
ادریس زمان یادونه کړې، چې درې واړه هېوادونه د کرنې او ترانسپورت پر پراختیا، سیمه ییز وصل، د چین، هند او افغانستان ګډه سوداګریزه خونه او پر هغه برخو چې د درې واړو هېوادونو ګډې اقتصادي ګټي په کې نغښتې وي باید کار وشي.
د هند او چین سفیرانو ډاډ ورکړ چې هېوادونه یې چمتو دي چې یادو برخو کې لازمې همکارۍ وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply