کابل: بې اسناده موټر سایکلونو باندې بندیز لګي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل پولیس د عمومي نظم د ښه والي په موخه بې اسناده موټرسایکلونه راټولوي.
د کابل پولیس وايي، بې اسناده او بې پلیټه موټرسایکلونو ښاریانو ته سرخوږی جوړ کړی او دوی به ډير ژر د دغو موټر سایکلونو په راټولولو کار پیل کړي.
کابل ښاریان وايي، د بې اسناده موټر ساېکلونه ټولول به د جرایمو مخنیوي کې مرسته وکړي.
د افغانستان په ځینو ښآرونو کې چې موټر سایکلو باندې بندیز لګیدلی، د جرمونو ګراف ورسره راټيټ شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments