کابل او څو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیمیږي 

comments 0

هندوکش_پروان: د افغانستان د برښنا شرکت مسوولان وايي چې نن به کابل او څو نورو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیم شي.
د پروان ولایت د برښنا شرکت رييس روح الله ساجد هندوکش ته وویل چې کابل، پروان او نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا ستنې د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې ویجاړې شوې وې خو له پرون راهیسې د برښنا شرکت کار کوونکو د ستنو د ترمیم کار پیل کړی دی.
افغانستان ته له ازبیکستان او تاجکستان څخه وارداتي برښنا هر څه موده وروسته د جګړو یا د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو له کبله پرچاو کېږي.
عبید رادپور

Comments