کابل او تاشکند پر سوله خبرې کړي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان او ازبکستاني چارواکو؛ پر سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني په تازه ټوېټ کې لیکلي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره یې د سولې تر څنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او قوت بحثونه کړي دي.
دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې مهمې بللې دي.
کاملوف ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د ثبات او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ ته تیار دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments