کابل او بلخ کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: کابل او بلخ ولایتونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او د بلخ په مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
دې کسانو دوه نیم کیلو ګرامه هیرویین د کپسول په بڼه په خپلو ګېدو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments