کابل او اسلام اباد د عمل هوکړه لاسلیک کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل ته د پاکستان د لوړپوړي پلاوي په راتګ سره کابل او اسلام اباد د عمل پلان باندې هوکړه وکړه.
له پاکستان څخه راغلي پلاوي له افغان چارواکو سره په لیدنه کې هوکړه کړې چې تر دې وروسته به دواړه خواوې عملي ګامونه اخلي.
په هوکړه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې تر څنګ اقتصادي مسایل او سوداګري هم شامله ده.
دا هوکړه له نورو ټولو سره ځکه په توپير یادیږي چې افغان حکومت پاکستان څخه عملي ګامونه غواړي او تر هغې به اړیکې ورسره جوړې نه کړي چې پاکستان یې په عمل کې ثابته نه کړي.
په هوکړه کې له پاکستان غوښتل شوي چې د طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي او هر ډول همکاریو څخه ورسره ډډه وکړي.
په هوکړه غوښتنه شوې چې پاکستان به هغه ترهګر افغان لوري ته سپاري چې افغان حکومت یې نوملړ ورکړی او په افغانستان کې د لوی بریدونو طراحان دي.
له دې سره پاکستاني پلاوي ډاډ ښودلی چې هغه اسناد او مدارک به وڅېړي چې افغان لوري ورته سپارلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply