ښکاره خبرې او پټي دسیسې/عبدالمنان توحیدیار

comments 0

تاسو ګورئ چې په ښکاره اوس سیاسي کشمکشونه روان دي چې ګنې ټاکنو کې درغلي شوې او خلک په یوه او بله پلمه راپاریږي چې وضعیت خراب کړي او افغان دښمنه هېوادونه خپل ارمان ته ورسیږي.
خلک په اصل موضوع خبر نه دي چې څه خبره ده، خلک یواځې خبرې اوري او همغه ډول فکر کوي چې ګنې رښتیا په ټاکنو کې درغلي شوې او راتلونکی حکومت د درغلۍ په اساس رامنځ ته کیږي.
خو دې خلکو له هیچا پوښتنه و نه کړه چې قانون د څه لپاره، د ټاکنیزوکمېسیونونو لپاره کمشنرانو ټاکنه د څه لپاره.
ایا خلک خبر دي چې کمشنران د کاندیدانو د رایو په اساس کمېسیون ته لار موندلې، دا کمشنران هیچا نه دي ګمارلي، بلکې ټولو په شریکه ګمارلي دي.
دا کمشنران چې کومه پریکړه کوي، قانون په صراحت سره وایي چې باید ټولې خواوې یې ومني.
که کمشنرانو غلطي کړي وي، یا یې درغلې او سرغړونې کړي وي، خو موارد به مالوم وي، عریضه دې وشي او لکه د نورو کمشنرانو دې محاکمه او زندانیان شي.
خو د کمېسیونونو او کمشنرانو پریکړه نه شي چلنج کیدلی، هره برخه اوپروسه یو قانون لري او د قانون له عمل کیږي.
دواړو کمېسیونونو خپل کار وکړی، رای شمېرنه څلور ځلې وشوه، څه چې قانون و همغه ډول عمل وشو، کومې رای چې باید باطلې شوی وی، باطلې شوې، کومې رای چې شمېرل کیدونکې وې، وشمېرل شوي، دې ټولو پروسو کې بهرني او کورني ناظرین و، خو له دې ټولو سره بیا هم د رایو بیا شمېرنې او درغلۍ خبره کیږي.
اصل موضوع چې خلک پرې نه دي خبر، هغه دا ده چې بهرني افغان دښمنه هېوادونه هیڅکله نه غواړي چې افغانستان یو مرکزي حکومت ولري چې ټولو ولایتونو کې امر وچلیږي او د یو کس له لوري کنټرول شي.
دا هر څه د دې لپاره، که چیرې یو کس ټول کنټرول واخلي بیا د ډيرو ګټې په خطر کې دي، خو که څو کسان شریک شي، بیا کیدلی شي چې هره پریکړه او هر قانون چلنج شي او د بهرنیو ګټې پکې خوندي شي.
دې وضعیت کې د خلکو مسوولیت جوړیږي چې د نظام تر شا ودریږي، هیچا ته اجازه ور نه کړي چې نظام باندې معامله وکړي، افغان ځواکونه نوم بدي کړي، یا سیستم ته زیان ورسوي.
د هرې لوبې تر شا شل او زر نورې لوبې شته چې د خلکو سر پرې نه خلاصیږي، خو خلکوته پکار ده چې له هر چا سره په فکر او سوچ مخکې لاړ شي، خلک یواځې د سپر په توګه کاریږي او مشران بیا خپلې معاملې کوي.
دا وطن د دې ولس دی، دا څو رهبران به نن وي، سبا به نه وي، خو دا ولس، دا وطن او دا خاوره شته او همدا ولس دی چې د دې خاورې ساتنه به کوي.

Comments