ښرنه کې ملي امنیت ځانمرګی نیولی

comments 0

هندوکش – پکتیکا: پکتیکا د ولایت مقام په لومړی دروازه کې یو ځانمرګی برید ګر موخې ته تر رسیدو وړاندي ټپي شوی او نیول شوی دی.
د پکتیکا د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه وایي، ځانمرګي بریدګر غوښتل ولایت مقام ته ننوځي خو ملي امنیت کشف او له وړاندې پرې ډزې وکړي چې وروسته یې ونیو.
ځانمرګی بریدګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او څېړنې ترې روانې دي.
تېره ورځ پکتیکا ته له پلازمېنې کابل څخه یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی هم ورغلی او شک کیږي چې دا ځانمرګی د همدي پلاوي په هدف ګمارل شوی وي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply