ښاریان له امنیتي وضعیت خوښ دي

comments 0

هندوکش – کابل: که څه هم د لوی جرګې د جوړیدو لپاره د ښار ځینې برخې بندې دي او ښاري ادارې رخصت دي، خو له دې سره سره بیا هم ښاریان خوښ دي چې د جرګې دویمه ورځ هم په خیرخیریت تیره شوه.
په داسې ملي ورځو کې ډير کله دښمن هڅه کوي چې ګډوډي رامنځ ته کړي، خو افغان ځواکونه بیداره دي او هیچاته موقع نه ورکوي.
له همدې کبله ښاریان که څه هم د ځینو سیمو د بندو لارو خبره کوي، خو په دې خوښ دي چې د ښار کلک امنیت ساتل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تراوسه یې ۱۰ کسان نیولي چې غوښتل یې د کابل ښار امنیت ګډوډ کړي.
دا کسان تر پوښتنو لاندې دي چې مالومه شي کومو ډلو پورې تړاو لري او ولې یې ګډوډي جوړوله.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments