ډیورند کرښې ته نږدې بیا نښتې شوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان پوځ ترمنځ ډیورند کرښې ته ځیرمه نښتې شوي.
د رسنیو په وینا، یادې نښتې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو کې شوي دي.
ویل کیږي جګړې وروسته له هغې پیل شوي، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په یادو ولسوالیو کې د ډیورنډ پر کرښه اغزن سیم او کټارې نصب کړي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل، جګړه اوس هم دوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه‌ شته.
دادان وزیري

Comments