ډنمارک وچکالۍ ځپلو سره مرسته کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ډنمارک هېواد ژمنه کړې چې د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي.
کابل کې د ډنمارک سفارت په همدې تړاو له ملګرو ملتونو سره یو تړون لاسلیک کړی.
یاده مرسته به د څارویو د غذا کیفیت ښه والي او د څارویو د درملنې برخه کې ولګول شي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي، یادې مرسته بسنه نه کوي او لازمه ده چې نور بنسټونه او هېوادونه هم په یاده برخه کې مرستې وکړي.
په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله د انسانانو سربېره افغانستان کې څاروي هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ویل کېږي د ډنمارک هېواد مرسته به په هرات، بادغیس، غور، هلمند، کندهار او دایکندي ولایتونو کې ووېشل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments