ډله ییزه وژنه او د طالب اهداف !؟

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
طالبان چې اوس په افغانستان کې د بریدونو تر فشار لاندې او پاکستان کې د کم کارۍ تر فشار لاندې دي، اوس یې ډله ییزو وژنو ته مخه کړه، که څه هم د طالبانو هر ځای چې په توان پوره وي د افغانانو وینه تویوي، خو وروستي بریدونو یې ښکاره کړه چې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره په ډله ییزو وژنو خپله ماتې توجیه کړي.
څو لاملونه کیدای شي چې طالبانو ډله ییزې وژنې پيل کړې
اول: طالبان تر بل هر وخت اوس تر بریدونو لاندې دي، ځکه اوس افغان ځواکونه پرطالبانو دومره ځمکني عملیات نه کوي، لکه څومره چې هوایي بریدونه پرې کوي، له هوایي بریدونو سره د طالبانو ماتې حتمي شوې او د دې کار د انتقام لپاره ښارونو ته مخه کوي چې ډله ییزو وژنو سره حکومت کمزوری وښيي او خلک یې پروړاندې راپورته کړي.
دویم: د امریکا له تګلارې او کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي له راتګ وروسته پاکستان اوس خپل منزوي کیدل حتمي ګڼلي، له طالب یې رغیدل مشکل دي او د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه کړي، طالبان یې وهڅول چې لوی بریدونه وکړي تر څو د امریکا پروړاندې افغان حکومت د پآکستان ننګه وکړي چې فشارونه کم شي.
دریم: پآکستان طالب تل د یوې فاعي قوي په حیث کاروي او هره غونډه کې په ډاګه وایي چې د افغانستان جګړه د پآکستان دفاع ده او باید هلته په هر ډول چې وي جګړه دې دوام پیدا کړي، خو دا چې طالب د پاکستان ناجایزه اولاد دی او هغه هېواد یې تمویلوي او یا ورسره ګرو دي، نو اړ دي چې لوی بریدونه کړي.
څلورم: پاکستان په نویو سیاستونو کې افغان حکومت له پامه غورځولی او د سیاستونو او سوداګرۍ نورې لارې او هېوادونه یې پیدا کړي چې کولای شي د پاکستان ښه بدیل و اوسي، پاکستان څو ځل افغان حکومت سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړه، خو دا چې افغان حکومت د پاکستان په نیت شک لري، د ورورۍ لاس یې ور نه کړ او په ډاګه یې ورته وویل چې تر څو دې ترهګر په غیږ کې روزل کیږي، هیڅ ډول ملګرتیا درسره نه کووم، پاکستان د طالب په وسیله په دې بریدونو سره غواړي چې افغان حکومت یو ځل بیا له مجبورې ورځې پاکستان ته کیني او د سولې په برخه کې ترې همکاري وغواړي.
پنځم: طالبان په جګړه کې یواځې سر پوره کوي، هر ځل برید یې د یو برید انتقام اخیستل وي، لکه ننی برید یې چې د غزني د ماشومانو په غچ کې یاد کړ، طالب چې د اسلام له نومه ګټه اخلي او په همدې نوم پردي اولادونه ځانمرګو بریدونو لپاره روزي، په دې برید کې یې زیات ماشومان شهیدان او ټپيآن کړل او زیات نور یې یتیمان کړل.
د غزني ماشومان هم د طالبانو په برید کې شهیدان شوي و، خو دا چې دا برید په امریکا اړوي، نو له امریکا سره طالبان ولې سیالي کوي، امریکا خو له دې ډول بریدونو معذرت غواړي، څېړنو خبر یې ورکوي او که سهوا شوی وي، بیا یې بخښنه غواړي، نو طالبه ته ولې له امریکا سره سیالي کوي او هغه چې دوه افغانان شهیدان کړي، ته بیا سلګونه شهیدانوې، ایا دا د جګړې اصول دي، ایا دا انسانیت دی، ایا دا اسلامیت دی، په کوم دین او کوم مذهب کې جواز ورته پیدا کوې.
شپږم: د طالبانو د ډله ییزې وژنې یو لامل دا هم کیدای شي چې حکومت په داخلي کړکیچ کې ونښلوي او اقتصادي پرمختګونه، بهرني سیاستونه او نور لومړیتوبونه ترې هیر شي او یا ورته وخت پيدا نه کړي چې مخ پروړاندې لاړ شي، دا ټول د حقاني شبکې په مرسته پاکستان تنظیموي چې ځینې داخلي کړۍ هم ورسره مرسته کوي.
طالبه!!!! ته پوهیږې چې نن دې څومره کورنۍ د حورو په حوس باندې د ویر په ټغر کینولي، تا چې له دوه سوه زیات کسان شهیدان او ټپيآن کړل، پوهیږي چې له زور زیاتې کورنۍ دې وژړولې، پوهیږي چې له زرو زیاتې کورنۍ دې خپل ازلي دښمنان کړل، پوهیږي چې د دې لس او ان سل چنده نور خلک درته ښیراوې کوي او ستا دا وحشت غندي.
ای کاش تا د خلکو غبرګونونه لیدلی، ای کاش ته د کورنیو ویر اوریدلی، ای کاش تا د هغې یتیم اوښکې لیدلی وای چې پلار یې تا د حورو په حوس کې شهید کړ، پلار یې تا د پنجاب د ګټو لپاره قرباني کړ او د سر سیورې دې ترې واخیست، ته به ورځ په ورځ ذلیله کیږې او دا وطن به له دې دومره وحشتونو او جګړو سره بیا هم پرمختګ کوي او نوي نسلونه به ستا هر عمل غندي چې د پاکستان د ګټو لپاره یې د اسلام تر نامه لاندې کوې.

Comments

Leave a Reply