ډاکټر عبدالله طالبانو ته: په زور واک ته نشې رسیدای

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې جګړه لویه تشه ظایع ده.
عبدالله عبدالله وویل، چې طالبان نه شي کولای چې د جګړې له لارې واک ته ورسیږي، د ده په وینا چې جګړه ستره ضایعه ده او قربانیان یې یوازي خلک دي.
عبدالله وویل دا د خبرو وخت دی خو دا چې سوله بابیزه ګڼل کیږي دا یوه لویه تاریخي ضایعه ده، نو باید په دې هکله پوره غوره وشي.
د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر وویل چې امریکايي ځواکونو وتلو پرېکړې ته موږ چمتو نه وو، او په چمتوالي کې بې غوري شوې.
د ده له انده د امریکايي ځواکونو وتلو پریکړې طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل هغوی اوس داسې فکر کوي چې په زور کولای شي واک تر لاسه کړي خو داسې نه ده.
عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې باید د سولې خبرو ته کښېني تراوسه پوري د سولې په برخه کې هیڅ د پام وړ لاس ته راوړنه نشته ولې هیلې شته چې د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.
په دې وروستیو کې چې طالبانو تاوتریخوالي زیات کړی ورسره سم د ملکي تلفاتو برخه کې هم ډیر والی راغلی او زیات شمېر ملکیان زیانمن شوي دي او له خپلو مېنو یې کډه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments