ډانفورډ: په افغانستان کې د ترهګرو ترختمیدو به جګړه دوام ولري

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت له شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې، د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوز ډانفورډ وايي؛ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او مبارزه به تر هغه وخته دوام ولري چې ترهګر ختم سوي وي.
نوموړي د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې زیاته کړې؛ امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او ټینګار یې کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د ترهګرو په شتون پورې اړه لري.
د ډانفورډ په خبره؛ امریکا د افغان سولې په برخه کې له هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره سي.
محب هم ویلي چې له دواړو لوریو د افغان ځواکونو پر پياوړتیا، سولې او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ګټورې خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments