چې شرعیت مني، سولې دې ومني

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ديني عالمان وايي څوک چې شریعت مني بايد د سولې ملاتړ وکړي
ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو د سولې غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ هر څوک چې شريعت او ملت مني هغوی به د سولې راتګ او د جګړې پای ته غاړه ږدي.
دوی دا څرګندونې د جمعيت اصلاح افغانستان له لورې د سولې په تړاو د ديني عالمانو جوړ شوي کنفرانس ته د وينا پرمهال وکړې.
سوله د شريعت او ملت غوښتنه علمي کنفرانس د غويي په ۹مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې جوړی شوی و.
دغه کنفرانس ته د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ديني عالمان راغوښتل شوي و چې په کابل کې پيل شوې د سولې مشورتي لويې جرګې پايلو ته يې هم هيله مندي وښوده.
دی وايي، په اوس وخت کې اسلامي شريعت او ملت دواړه د سولې غوښتونکي دي.
فرهاد شهراني

Comments