چې خبر نه وې، چوپ ښه یې !؟

comments 0

د ملي امنیتي ځواکونو دنده په قانون کې واضح ده او ټول ترې خبر لري، یواځې کم کسان به وي چې د ملي امنیت له وظایفو نه وي خبر، خو بیا هم ځینې خلک په اصطلاح مدني فعالان او سیاسیون چې له دې هر څه خبر دي د خپلو سوداګریو لپاره په ملي امنیتي ځواکونو خلک راپاروي.
دا مقاله د دې لپاره ده چې هر څوک په خپلو دندو ښه پوهیږي، که د بیان ازادي د هر چا حق دی، دا هم د ملي امنیت حق دی چې ځینې کسان وپوښتي چې د بیان له ازادۍ ناسمه ګټه اخلي.
ملي امنیت څو میاشتې وړاندې نظرمحمد مطمیین چې د طالبان یو مدافع دی ونیو او شاوخوا یوه میاشت له ملي امنیت سره و، تر پوښتنو لاندې و، خو د دې لپاره نه و نیول شوی چې ته ولې د طالبانو دفاع کوې او د افغان دولت پسې خبرې کوې، د مطمیین کیسې نورې وې، مطمیین سره بیرونۍ اړیکې او مطمیین ته بیرونۍ پیسې چې راغلې وې ټولې پوښتنې په هغې تړاو وې چې خپل سپيناوی وکړي.
خو څو په اصطلاح مدني فعالان چې له حکومت سره یې عقده اخیستې د مطمیین نیولو ته داسې رنګ ورکړ چې ګنې د بیان په ازادۍ نیول شوی او دولت د مطمیین د منطق ځواب نه لري.
دا هر څه که له مطمیین وپوښتئ چې ایا ته په رښتیا هم د بیان ازادۍ څخه په ناسمې ګټنې نیول شوی یې او که کومه بله موضوع وه،ممکن درته ووايي چې حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د دې لارې په لارویانو پورې نه لګي.
له مطمیین وروسته درې ورځې وړاندې انتظار خادم ونیول شو، خادم تازه له هند راستون شوی و او د ملي امنیت ځواکونو د ځینو شکونو په اساس ونیو او د پوښتنو لپاره یې ځان سره کینو چې تحقیقات ترې بشپړ شي.
دلته بیا غږ پورته شو چې خادم د بیان ازادۍ باندې نیول شوی او په بحثونو او ټولنیزو رسنیو کې یې په حکومت باندې نیوکې کولې، خو د خادم له خوشې کیدو سره دا هر څه مالوم شول چې هغه د بیان ازادۍ په تور نه دی نیول شوی او موضوع یې بدله وه.
نه خادم شکنجه شوی، نه وهل شوی او نه پرې هم بل څه شوي دي، ملي امنیت ته اسناد په لاس ورغلي و چې په خادم شکي شوی و، ویې نیوه، خپلې څېړنې یې ترې وکړې او بیرته یې خوشې کړ.
دا د ملي امنیت دنده ده چې د یوه څه او یو چا په تړاو څېړنې وکړي، دا د ملي حاکمیت او ملي امنیت لپاره اړینه دنده چې د مشکوکو کسانو په تړاو خپلې څېړنې وکړي او بیا د څېړنو په پایله کې خپله پریکړه وکړي.
خادم که داسې ښه سړی وای، نو بیا یې په یو داسې مرکز کې مشري ولې کوله چې ټول پرې مشکوک دي چې د جاسوسۍ یو مهم دفتر دی او اوږدمهال سترې موخې لري، ملي امنیت په دې مرکز عملیات هم کړي او هر اړخیزې څېړنې یې پیل کړي چې څنګه کیدای شي اصلي هدف یې پيدا کړي او خلکو ته یې په ډاګه کړي.
که ملي امنیت دا او دیته ورته کسان چې مشکوک وي، و نه نیسي او پوښتنې ترې و نه کړي، څوک ونیسي، تاسو به د جاسوسۍ په تړاو فلمونه، سریالونه، ناولونه او کیسې په تاریخونو کې لوستي وي، ټول جاسوسي کارونه داسې کسان کوي چې په ښکاره ښه سړی ښکاري، خو د پردې ترشا یې څېره توره وي.
که په قانون مو سر خلاصیږي، خو ملي امنیت پریږدئ چې خپل کار وکړي، نوره نړۍ کې بیا دا کیسې نشته، هغه کس چې د ملي امنیت او پولیسو تر څېړنو لاندې ونیول شي، خلک همکاري کوي چې په تړاو یې څېړنې اسانې شي، خو په افغانستان کې دا هر څه بدل دي، دلته د هر هغه چا ملاتړ کیږي چې په تړاو یې مشکوک اسناد پيدا شوي دي.
که مشکوک هم نه وي، ملي امنیت د دې صلاحیت لري چې څو ورځې د یو چا په تړاو څېړنې وکړي او خپل هغه شکونه لیرې کړي چې فکرکیږي ډیره خرابي به وکړي.
نو تمه ده چې د ملي امنیت دندې درک کړئ، هغه کسان وپيژنئ چې د مدني فعال په جامه کې جاسوسي کوي او یا له حکومت سره عقدې پالي، په داسې مسایلو کې د حکومت پروړاندې خپل دريځ قوي کوي، نو لطفا په هغو کارونو باندې ځان چوپ ونیسئ چې پرې نه پوهیږئ.
لیکوال : سید عبدالله پاچا

Comments

Leave a Reply