چین: یو کس زده کوونکي ټپيان کړي

comments 0

هندوکش – چین: چین کې یو کس د ښوونځي ۱۹ زدکوونکي په چاقو ووهل.
پیښه د چین شمال کې شوې چې ۷ تنه پکې وژل شوي او ۱۲ تنه اوس هم ټپیان دي.
چارواکي وايي مشکوک کس ۲۸ کلن و چې پولیسو نیولی او ټپي زدکوونکي روغتون ته استول شوي دي.
ویل کیږي چې مشکوک کس هم له همدې ښوونځي فارغ شوی و.
تر اوسه د پیښې لامل نه دی څرګند خو پولیس وايي له نیول شوي کس څخه یې پلټنې پیل کړې دي.
محمد حنیف بیدار

Comments