چین کې چاودنې درې ملکیان وژلي دي

comments 0

هندوکش – چین: د چین ښار په پلازمینه پکن جیوتونګ پوهنتون کې یوې چاودنې درې محصلین وژلي دي.
چیني ورځپاڼې لیکي چې، د پکن جیوتونګ پوهنتون په لابراتوار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳ تنو محصلینو ژوند د لاسه ورکړی دی.
یادې شوې ورځپاڼې د اور وژونکې ډلې د مشر له قوله لیکلي دي چې چاودنه د انجینیرۍ فاکولتې په لابراتوار کې د محصلینو لخوا د فاضله اوبو د تصفیې په اړه د ازمایښت ترسره کولو پر مهال رامنځته شوې ده .
د چاودنې نه وروسته په لابراتوار کې جدي اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې د اور وژنې ډلو لخوا تر کنټرول لاندې نیول شوې ده .
د پیښې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments