چین کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – چین: د چین په لویدیځ کې د سکرو په کان کې چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د چین سیمه اییز چارواکي وايي، چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د چین د طبیعي ‎ پیښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې د خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه په کان کې د ګازو له امله شوې ده.
د کان کارکوونکي وايي، دوی د چاودنې له احتمالي ګواښ خبر شوي و، خو د کان د بندولو پر مهال چاودنه وشوه.
چاودنه کې یو ټپي کارکوونکی وايي، د پیښې له ځایه ۱۲متره وړاندې ولاړ و، خو چاودنه دومره زوروره وه چې هلته یې ژوبل کړ.
چین کې له اوږدې مودې راهیسې په کانونو کې چاودنې د کارکوونکو ژوند اخلي چې تر اوسه د داسې پیښو له امله زرګونه کسان مړه شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments