چین پاکستان پر وړاندې د دونالد تړمپ وروستې څرګندونې وغندل

comments 0

هندوکش – چین: له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ پر پاکستان سختې نیوکې وکړې د پاکستان استراتیژیک ملګري (چین) له پاکستانه دفاع وکړه.
تیره ورځ په يوې خبري غونډې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګېنګ شوانګ كې وويل چې پاكستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې هلې ځلې كړي او لويه قرباني وركړې ده.
نوموړي د ټرمپ د نامه د اخيستلو پرته څرګنده كړه چې نړيواله ټوله بايد د پاكستان له قربانۍ قدرداني وكړي.
نوموړې زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د نړيوالې ټولنې فعال غړيتوب لري.
هغه وویل: د سيمه ايز ثبات او سولې د رامنځته كېدلو په برخه كې بايد پاكستان د نورو هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړه همكاري وكړي. چين له دې ډول همكارۍ هركلى كوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۸ کال په لومړي ورځ کې دونالد تړمپ د خپل ټویټر له لارې پر پاکستان تور ولګوو چې له ترهګرو ملاتړ کوي او افغانستان کې زمونږ فعالیتونو پر وړاندې ښڼد جوړي.
د یادونې وړ ده چې د سیاسي شنونکو په آند چین په افغانستان کې د امریکا له حضوره اندیښنه لري او له همدې امله پاکستان ته غواړي ځان تردې ډیر نږدې کړي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply