چین له افغان لوري سره د مرستو ژمنه کړې

comments 0

111 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د چین سفارت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکاریو ډآډ څرګند کړی او سخت دریځي یې د ټولې سیمې لپاره ګواښ یاد کړی.
چین په افغانستان کې ترهګري یواځې د افغانستان ګواښ نه بولي او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره ملګرتیا کوي.
کابل کې د چین سفیر لیون جینګ سون ویلي (( سخت دريځي او ترهګري زموږ ګډ دښمن دی، اوس موږ هېڅ ډول پلان نه لرو چې افغانستان ته سرتیري ولېږو موږ د افغان حکومت حاکمیت ته احترام لرو او افغانستان کې د داخلي جګړې کلک مخالف یو))
چین سفیر همداراز هغه ګنګوسې رد کړې چې ګنې په بدخشان کې به نظامي قرارګاه جوړوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments