چین: طالبانو منلې چې جګړه د حل لار نه ده

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د چین سفارت ویلي، طالبانو هم د افغان حکومت په څیر درک کړې ده چې جګړه د حل لار نه ده.
کابل کې د چین سفیر په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، جګړه د ستونزې حل نه ده او باید د خبرو اترو له لارې حل لار ولټول شي.
لیو جنسانګ روانو مذاکراتو په تړاو وویل، دا د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې ګټه ترې واخلي.
د افغانستان د ستونزو په حل کې د پاکستان همکارۍ ته په اشارې د چین سفیر وویل، دوی هڅه کوي چې پاکستان مرستې ته وهڅويٍ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments