چین طالبانو ته د افغان حکومت له مشروط اوربند ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشړۍ ماڼۍ نه په خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چین د دولت له وزیر چینګ ګوپینګ سره د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې کري.
د خبرپاڼې له مخې لیده کاته پرون ناوخته په ارګ کې وشوه.
خبر پاڼه کې راغلي چې، ښاغلي کوپینګ وویل چې د چین حکومت د افغانستان له لورې طالبانو ته د مشروط اوربند ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې همکاریو ته ژمن دی.
د دې غونډې پرمهال د افغانستان ولسمشر وویل، ترورزم د دواړو هیوادو او نړۍ ګډ دښمن دی چې د مشترکې مبارزې له لارې کولی شو د ترهګرو مخه ونیسو.
د افغانستان ولسمشر تر لوی اختر یوه ورځ مخکې له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.
د دې اوربند شرط دا دی چې هغه وخت به پلی کیږي چې طالبان یې ومني. تر اوسه طالبانو دې اوربند ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments