چین د ‘کمربند او سړک’ پر پروژې ۱۲۴ میلیارد ډالر لګوي

comments 0

د چین ولسمشر شي جن پینګ د بیجینګ په دوه ورځنۍ ناسته کې چې په همدې تړاو جوړه شوې وه وویل:”سوداګري د نړۍ د !پرمختګ اړینه وسیله ده.”
د پلان له مخې د سړک او کمربند په پروژه کې به د ورېښمو تاریخي سوداګریزه لار بیا جوړه شي.
د چین ولسمشر وویل، چین چمتو دی چې د خپل پرمختګ تجربې له ټولو هېوادونو سره شریکې کړي او د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي:
“که اسیا، اروپا، افریقا یا امریکا وي، ټولو د کمربند او سړک په پروژه کې له موږ سره مرسته کړې او ټول یې شریکان دي.”
د چین ولسمشر چې د یکشنبې په ورځ سرمشریزې ته پرانیستونکې وینا کوله وویل، د نوي لرلید هدف یې د بېلو هېوادونو د اړتیاوو پوره کول دي چې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو ترمنځ به نېغې راکړې ور کړې ته لار هواره کړي.
د چین ولسمشر پخپلو خبرو کې د لوېدیځ دیپلوماتانو د ډادګېرنې په موخه وویل، د ورېښمو د نوې لارې طرحه یې په نړیواله کچه د چین د نفوذ د زیاتولو هڅه نه ده:
“موږ به د ګډ کار او ګډې ګټې وټې نوې بېلګه رامنځته کړو.”
د بېجنګ په روانه سرمشریزه کې د ۲۹ هېوادونو مشرانو ګډون کړی دی.
د اسپانیا، ایټالیا، یونان، هنګري او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو مشرانو هم په دغه ناسته کې برخه اخیستې ده.
پتېیل شوې چې غونډې ته به د روسيې ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس هم وینا وکړي.
ویل کېږي چې هندوستان او جاپان د بیجنګ په روان کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې ده.

Comments

Leave a Reply