چین د پاکستان او افغانستان اړیکو لپاره ګامونه اوچت کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونوو کې راغلي چې چین افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو لپاره د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار په وینا د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هي به د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې کابل او اسلام آباد ته سفر وکړي.
د نوموړي په وینا چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګریتوب عملي ګامونه اوچت کړي ترڅو وکولای شي دواړو هیواد ترمنځ د اعتماد فضا جوړه کړي.
دچین دا منځګړیتوب په دې معنې ده چې چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې ختمې کړي او همداسې غواړي، د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین د سولې څلور اړخیز بهیر بیا پيل کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، چي چینايي چارواکو د قزاقستان په استانه کي له ولسمشر سره کتلي او ژمنه یې کړې چي د افغانستان په ثبات کي به هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ هم ویلي و، چي د افغانستان له ثبات پرته په سیمه کي ثبات او پرمختګ ناشونی دی.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply