چین د ټرمپ خبرې نامسوولانه وبللې

comments 0

هندوکش – چین: چین د ټرمپ هغه څرګندونې غیر مسؤلانه بللي چې ګنې چین د شمالي کوریا د اټومي بې وسلو کولو پروګرام مخنیوی کوي.
دغه راز چین، شمالي کوریا ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سفر لغوه کول غیر مسؤلانه عمل ګڼلی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا باید له خپل موقفه دا ډول غیر مسؤلانه څرګندونې ونه کړي او باید یو د بل اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د مالوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو راتلونکې اوونۍ شمالي کوریا ته د سفر اراده کړې وه چې د څلورم ځل لپاره یې د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کولو پروګرام کې یې د نورو ګامونو اخیستلو اراده درلوده، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړي دغه سفر لغوه کړی دی.
محمد امان دوران

Comments