چین د سولې غوښتونکی دی

comments 0

هندوکش – چین: چین هم پر نړیوالو غږ وکړ چې د سولې لپاره کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د نیلسن منډیلا د سلمې کالیزې په ویاړ په جوړې شوې غونډه کې د سولې غوښتنه وکړه.
وانګ يي وايي نړۍ باید د منډیلا د سولې او پخلاینۍ له اصولو زدکړه وکړي او هغه اصول پر ځان پلي کړي.
چین د شمالي او سویلي کوریاګانو له کړکیچ نیولې د ایران او امریکا تر شخړې د منځګړي دریځ لري او د مذاکراتو له لارې د مسایلو حل کیدل غواړي.
وانګ يي د سوریې جګړې ته په اشارې سره هم له ښکیلو خواو د سولییزې حل لارې غوښتنه وکړه.
چین دا خبرې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې له امریکا سره د اقتصادي تعرفو پر سر له ستونزو سره مخ شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments