چین د افغان ځواکونو روزنه پراخوي

comments 0

هندوکش – چین: چین غواړي د هغه افغان ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی راولي چې دوی روزنه ورکوي.
تیره ورځ په کابل کې د چین سفیر جین سونګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین رباني سره کتلي دي.
جین سونګ او رباني د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو پولو پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړي دي.
صلاح الدین رباني، د چین همکاري مهمه ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
دواړو لوریو پر دوه اړخیزه همکاریو، د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه ناسته، د افغان سولې بهیر او پر سیمه ییزه همکارۍ خبرې کړي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments