چین د افغان ولسمشر د سولې پلان هرکلې وکړ

comments 0

هندوکش – چین: بهرنیو رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د چین د بهرنیو چارو ویاندې د کابل پروسې دویمه غونډه او د سولې د پلان هرکلې کړې دې.
د رسنیو په وینا، د چین د بهرنیو چارو ویاندې ښکلېو خواو غږ کړی چې شخړې دې د خبرو له لارې اواري کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغان حکومت سولې طرحه امریکا ترڅنګ بریتانیې، پاکستان او یوناما سازمان ستایلې وو اوس چین هم د افغان حکومت دغه پلان ستایلی او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.
د بهرنیو چارو ویاندې “هووا چونینګ” په یوې خبري کنفرانس کې داسې وویل:
تر چین مخکې پاکستان هم د سولې په اړه د ولسمشر غني طرحه ستایلې وه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف تېره ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي و:
د یادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب کې پر ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې لیکلي چې د کابل پروسې کنفرانس له طالبانو د تسلیمېدو غوښتنه کړې ده.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply