چین د افغان سولي له پروسې ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان لپاره د چین استازې په کابل کې وویل چې د افغانانو په رهبری او مالکیت چین د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
دینګ شیجون په کابل کې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي وویل، هېواد یې د افغان سولې پروسه کې مرستو ته چمتو دی.
ناستې چې افغان سیال او چین استازي تر منځ جوړه شوې وه نورو موضوعاتو ترڅنګ د سولې برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو رغول، په دغه برخه کې د درې اړخیزه او څلور اړخیزه کاري کمېټو جوړول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو ټینګښت هم خبرې شوي دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیالې عادله راز په کابل کې د قزاکستان له سفیر سره د دواړو هېوادو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاند هم چین د افغان له سولې خپل ملاتړ څرګنده کړې وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments