چین د اشرف غني په مشري له نوي حکومته خپل ملاټر اعلان کړ

comments 0

هندوکش – چین: د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی د افغانستان د ټاکنو بهیر له نږې څارلی او له همدې امله محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې دوی د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی لري او ژمن دي، چې له نوي منتخب حکومت سره ګډ کار وکړي.
سرچینې اعلان وکړ، چې دوی له نوي منتخب حکومت سره کار کوي، څو افغانان تل پاتې سولې ته ورسېږي او دوی یې ښه ګاونډی هیواد وشمیرل شي.
چین دغه راز په ټاکنو کې د افغانانو ګډون هم ستایلی او ویلي یې دي، د ویاړ ځای دی، چې په دومره ستونزمنو حالاتو کې یې خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړه.
له دې وړاندې د اروپایي ټولنې، کویټ، هند، سریلانکا مشرانو او یوشمیر نورو بهرنیو بیلابیلو سیاسونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ولسمشرغني ته د بریا مبارکي ورکړې وه.
د افغانستان دولسمشرۍ ټاکنې د تیرې میزان میاشتې په ۶ نیټه ټرسره شوې، چې کابو ۵ میاشتې وروسته یې د ټاکنو خپلواک کمیسیونو وروستۍ پایله اعلان کړه،چې په کې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
خو له دې اعلان سره همهاله د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې هم د بریا اعلان وکړ او ویلې یې، چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون پایله نه مني.
روانې ناندرۍ اوس هم دوام لري او دواړه لوریو د لوړې دمراسمو خبرداری ورکړی دی.
خو تازه امریکا بیا د له ولسمشر غني غوښتي، چې د لوړې مراسم دې وځنډوي ځکه د دوی په خبره د سولې پروسه زیانمنوي.
ولسونه هم دې چارې اندیښمن کړي او وایي لومړیو کې پایلو ته منتظر وو اوس حیران دي، چې دا نوی رامنځته شوی بهران به څنګه حل شي.
ولسونه بیا په تونده لهجه وایي د هغه چا مخنیوی به وکړي، چې د ټاکنو پایلې نه مني او په هیواد کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
سرچینه : خبریال ډات کام

Comments