چین: دافغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکاریو ته تیاریو

comments 0

هندوکش ـــ چین: د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په اړه له امریکايي متخصیصینو سره کتلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او په دې برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو همکاري هم مهمه ده.
د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.
چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني غونډه په دغه هېواد کې ترسره شي خو ویل کېږي چې په افغان حکومت کې د اختلاف له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.
طالبان بیا وايي کله چی مونږ د امریکا سره د توافق نامه لاس لیک کړه او نهايي شوه پس له هغي به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
عزت تبیان

Comments