چین او روسیه افغانستان کې همکاریو ته لیواله دي

comments 0

هندوکش – چین: داسې انګېرنې دي چې افغانستان کې به د روسیې او چین ښکیلتیا دوه برابره زیاته شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، هېواد یې باید په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي او سیاسي حل لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.
د لاوروف په وینا افغانستان کې د داعش حضور د شانګهای سازمان غړي هېوادونه پراخې مداخلې ته اړباسي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر همداراز هغه تورونه رد کړي، چې ګنې روسیه افغانستان کې له طالبانو سره نظامي مرستې کوي.
هغه زیاته کړې، افغانستان کې د روسیې ټول فعالیتونه د یو سولییز حل لپاره دي.
سرګي لاوروف همداراز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو هم ټینګار کړی.
محمد حنیف بیدار

Comments