چین او اروپايي ټولنې هوکړه وکړه

comments 0

هندوکش – چین: چین او اروپايي ټولنې د ازادۍ سوداګرۍ پر سر هوکړه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت او اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسیو مشرې فیدریکا موګیرني د سویلي اسیا هیوادونو کنفرانس په څنډه کې وکتل.
دواړو لورو هوکړه وکړه چې ګډو سوداګریزو همکاریو ته به همداسې دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وايي بیجینګ کې یې هم د اروپايي ټولنې له مشرانو سره بریالۍ خبرې درلودې.
اروپايي ټولنه وروسته له هغې له چین سره سوداګریزې هوکړې کوي چې له امریکا سره یې په دې وروستیو کې اړیکې خړې پړې شوې دي.
محمد امان دوران

Comments