چین: افغانستان کې د سولې لار لنډه شوې

comments 0

هندوکش – چین: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر به د شانګهای د سازمان په لومړیتوب کې شي او کار به وکړي چې افغانستان کې د سولې پروسه بریالی شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ینګ یي وایي، افغانستان کې له اوربند وروسته د سولې خبرو ته لاره نږدې شوې او نباید دا فرصت له لاسه ورکړل شي.
چین تمه ښودلې چې په افغانستان کې د حکومت او طالبانو اوربند د سولې لپاره هیلې زیاتې کړي او سولې سخته پروسه یې اسانه کړې ده.
ناټو هم له اوربند ملاتړ اعلان کړی او دغه ګام یې د سولې د خبرو په پیل کې اغېزمن یاد کړی.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه غونډه کې ډاډ ښودلی چې په افغانستان کې اوربند به د سولې پروسه اسانه کړي.
محمد امان دوران

Comments