چک جمهوریت په افغانستان کې خپل سرتیري زیاتوي

comments 0

هندوکش –پراګ: بهرنیو رسنیو نه په خپاره شوي خبرونو کې راغلي چې چک جمهوري هیواد په پام کې لري چې افغانستان ته سل نور سرتیري واستوي.
د خبر له مخې، دغه هېواد وایي په افغانستان کې به د دوی د ځواکونو مرګ ژوبله د افغانستان په اړه د چک جمهوریت پر ژمنو اغېز ونه کړي.
د چک دفاع وزارت یوه جنرال ویلي هوډ لري، چې په نیږدې راتلونکې کې به سل سرتېري په افغانستان کې اضافه کړي.
اوسمهال دغه هېواد په افغانستان کې ۲۳۰ پوځيان لري او له ۲۰۰۲ میلادې کال راهیسې يې ۱۳ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
محمد امان دوران

Comments