چک جمهوریت د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش ـ کابل: چک جمهوریت ته راغلي افغان پلاوي پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۲۶مه) په پراګ کې د چک د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغهَ هېواد له یو شمېر چارواکو سره وکتل او دې جمهوریت ژمنه ورسره ورکړه چې افغان ځواکونه به روزي.
د افغان پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري او د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني کوي.
د چک د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې چکي پوځیان هم له نورو نړیوالو ځواکونو سره یوځای د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments