چپرهار کې د داعش مهم غړی وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، چپرهار ولسوالۍ اغزو سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د داعش ډلې مهم غړی وژل شوی دی.
خبرپاڼې د وژل شوي داعشي نوم قاري نقیب الله یاد کړی چې یاده سیمه کې یې د ترور په زیاتو پېښو کې لاس درلود.
قاري نقیب الله د دې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ د اوغز سیمې اصلي اوسیدونکی دی،چې له مودو راهیسې د داعش په لیکو کې د مهم غړي په توګه فعالیت درلود.
چپرهار کې اوس د داعش ډلې مهم کسان له منځه تللي او د پخوا په څېر زیات فعالیت یې نشته.
فرهاد شهراني

Comments