چپرهار کې افغان ځواکونو پرطالبانو برید کړی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، چپرهار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو په یوه ډله برید کړی چې نښته رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، نښته تېره ورځ ناوخته شوې چې له طالبانو وسلې او مهمات په سیمه کې پاتې شوي او د پولسو لاس ته ورغلي.
خوږیاڼی وایي، نښته کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې، خو طالبان په تېښته بریالي شوي او وسلې او مهمات یې د جګړې په ډګر کې پريښې دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply