چمتال کې کمانډو عملیات کړي

comments 0

هندوکش – بلخ: د شمال پولیس وایي، د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونو عملیات کړي دي.
شمال کې د پولیسو د ۷۰۷ پامیر زون ویاند سید سرور حسیني وايي، عملیات تېره شپه شوي، چې په پایله کې يې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د حسیني د مالوماتو په اساس، د یو شمېر وژل شویو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر پاتې دی.
د سروري په خبره، عملیاتو کې ۹ کلي هم له مخالفینو نیول شوي او یو شمېر وسلې هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو وړمه ورځ د بلخ چمتال ولسوالۍ په یو شمېر سیمو بریدونه کړي و، چې ځینې پوستې یې هم سقوط کړې وې.
عاطفه مصمم

Comments