چاڼېر عملیات؛ ۵ زره ځانګړو ځواکونو په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو ځپلو په موخه عملیات پیل کړل

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان حکومت د طالبانو د ځپلو لپاره د هېواد ۱۵ ولایتونو ته په تېره یوه اونۍ کې ۵۰۰۰ تازه دمي کومانډو ځواکونه لېږلي او اوس مهال عملآ د طالبانو پر وړاندې پر عملیاتو بوخت دي، چې یادې ډلې ته یې درانه تلفات هم اړولي.
یاد ځواکونه د طالبانو د بریدونو دفع کولو، د سقوط شویو او تر تهدید لاندې ولسوالیو تصفیې او د لویو لارو د امنیت خوندي کولو په موخه هغو ولایتونو ته لېږل شوي، چې طالبانو په کې په نسبي ډول جګړه شدېده کړې ده.
یاد ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو؛ له روزل شویو او پرمختللو وسلو باندې سمبال قطعو څخه چاڼ شوي او د ګډ ماموریت لپاره لېږل شوي، چې اوسمهال عملآ طالبانو سره د هیواد مختلفو سیمو کې په جګړه بوخت دي.
باید یاده شي، چې طالبان په دې وروستیو کې د یو شمېر ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکوي؛ خو تېره ورځ بیا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې نیول شوې سیمې به د طالبانو په هدېرو بدلې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments